
رنګینه رخسار یوه تجربهکاره، باوقاره او د باور وړ پښتو ښوونکې ده چې د تدریس، ژبپوهنې او ادبیاتو په برخه کې پراخه تجربه لري. هغې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون په پښتو څانګې کې ترسره کړې او په کلاسیکو متونو، معاصر ژبپوهنې او ښوونیزو اصولو کې یې لوړ مهارت ترلاسه کړی دی.
رنګینه رخسار د خپلې تدریسې تجربې ډېره برخه د عایشه دراني د نجونو په عالي لیسه کې تېره کړې. هغې تل هڅه کړې چې زدهکوونکو ته نه یوازې ژبه، بلکې د پښتو ادب ښکلا او فرهنګي ارزښتونه هم ور وپېژني.
رنګینه د حضوري تدریس ترڅنګ، د کاوون ښوونځي آنلاین تدریس کې هم پراخه تجربه لري. نوموړې د نړیوالو زدهکوونکو لپاره په منظم فعالیتونو ډک آنلاین درسونه برابر کړي دي. هغه لاندې برخو کې ځانګړې وړتیاوې لري:
رنګینه په پښتو، دري او انګلیسي ژبو روانه ده او د پښتو ژبې د خدمت، د زدهکوونکو د روزنې او تعلیم د لوړ معیار د تامین لپاره ژمنه ده.