عصمت‌الله ستانکزی

د پروګرام مسوول

  • Experience:۱۵ کاله
  • Company:د کاوون ښوونځي
  • Group:Business

عصمت‌الله ستانکزی

د پروګرام مسوول

عصمت‌الله ستانکزی د مالي او اداري چارو یو مجرب او لوړ پوړی مسلکي شخصیت دی چې له ۱۲ کلونو څخه زیاته تجربه لري. نوموړی د افغانستان په کچه له ګڼو ملي او بین‌المللي ادارو لکه World Bank, USAID, JICA, UNDP, CIDA, DFID سره د همکاریو شتمنه سابقه لري او د ګڼ شمېر ملي او نړیوالو پروژو په مالي مدیریت، بودیجې جوړولو، راپور ورکولو، مطابقت، او اداري رهبري کې پراخه تجربه لري.

ستانکزی د ټیمونو په رهبري، د مالي سیستمونو په پیاوړتیا، او د دونرانو د قوانینو او پالیسۍ په دقیق تطبیق کې یو پیژندل شوی نوم دی. د هغه د تجربې ساحه له کلنۍ بودیجې جوړولو، د دونري پروژو د مالي مدیریت، د اداري او مالي ټیمونو څارنې، تر تدارکاتو او معاشي سیستمونو د معیاري کولو پورې پراخه شوې ده.

نوموړی په مهمو مسلکي رولونو کې خدمت کړی او تل یې شفاف، دقیق او مسلکي نتایج وړاندې کړي دي. ستانکزی د کاوون پوهنتون او ګڼو نورو علمي او تعلیمي بنسټونو سره د پام وړ کاري سابقه لري او د سیستمونو د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري.

اوس مهال هغه د ACCA برنامې زده کوونکی دی. ستانکزی په QuickBooks، MIS، بودیجې جوړولو، مالي تحلیل، پروژې مدیریت، مطابقت، بشري منابعو او اداري او سازماني پرمختګ کې قوي مهارتونه لري. نوموړی په پښتو، دري، انګلیسي او اردو ژبو بشپړه پوهه لري او د شفافیت، صداقت او مسلکي پرمختګ لپاره ژمن دی.